۰
ولسی جرګه:

حکومت تر اوسه د ملي شخصیتونو د تررو یوه پېښه هم نه ده څېړلې

چهارشنبه ۱۶ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۲۳
په مرکزي بغلان کې د لړم ۱۵ مې پېښه کې د ولسي جرګې د وژل شویو غړو ته په اشارې ولسي جرګه وایي، حکومت تر اوسه د ملي شخصیتونو د تررو یوه پېښه هم نه ده څېړلې.
حکومت تر اوسه د ملي شخصیتونو د تررو یوه پېښه هم نه ده څېړلې
په مرکزي بغلان کې د لړم ۱۵ مې پېښه کې د ولسي جرګې د وژل شویو غړو ته په اشارې ولسي جرګه وایي، حکومت تر اوسه د ملي شخصیتونو د تررو یوه پېښه هم نه ده څېړلې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسي جرګې نن چهارشنبې د لړم ۱۶ مه په دغه جرګه کې د مرکزي بغلان د پېښې چې په کې د یوه ځانمرګي برید له امله د ولسي جرګې د شپږو غړو په ګډون ګڼ شمېر کسان وژل شوي او ټپیان شوي وو، په یاده ځانګړې غونډه جوړه کړې وه.

د جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي په دغه ځانګړې غونده کې و ویل، چې په تېرو کلونو کې د ولسي جرګې ۲۰ غړي په بېلا بېلو پېښو کې ژوند له لاسه ورکړی، خو حکومت تر اوسه یوه پېښه هم نه ده څېړلې.

نوموړي زیاته کړه، چې د حکومت له خوا د دغه پېښو نه څېړل او د هغو د عاملانو نه نیونه او نه محاکمه کول د اندېښنې وړ دي.

د هغه په وینا که حکومت په رښتیا هم له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې صادق او رېښتینی وي، هېڅ امکان نه لري، چې د دغه پېښو په اړه څېړنه او دقیق معلومات تر لاسه نه کړي.

عبدالروف ابراهمي د ولسي جرګې په استازي توب له حکومته وغوښتل، چې د ولسي جرګې د وژل شویو غړو ټولې پېښې دې په جدي توګه وڅېړي او د دغه پېښو عاملین دې د قانون منګولو ته وسپاري.

په ورته وخت کې د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم اېزدیار هم ورته څرګندونې وکړې او ویې ویل، چې حکومت تر اوسه د مرکزي بغلان د قندو فابریکه کې د رامنځ ته شوې پېښې څېړنه نه ده روښانه شوې.

نوموړي و ویل، ولس حق لري، چې له ولسي جرګې د حکومت پر اعمال د څار د یوه بنسټ په توګه وپوښتي او حکومت اړ دي، چې ټولې ترهګرې پېښې په دقیق ډول وڅېړي او پایلې یې له ولس سره شریکې کړي.

ایزدیار وایي، حکومت مجبور دی، چې د مرکزي بغلان د قندو په فابریکه، پر سردار محمد دوادو خان روغتون، په ۲۰۹ شاهین قول اردو، پر استاد رباني، کابل کې پر لاریون کوونکو بریدونه، د کندهار او ورته نورو سترو پېچلو ترهګریزه بریدونو په اړه د پلټنو پایلې له ولس سره شریکې کړي.

د مشرانو جرګې لومړی مرستیال و ویل تر څو چې حکومت د دغه پېښو په څېړنه کې صداقت او رېښتینولي ونه ښيي، د افغانستان روانه جګړه کې به بریالی نه شي.

په ورته وخت کې د جرګې یو غړي سید علي کاظمي، چې د بغلان په پېښه کې یې یو ورور او د ولسي جرګې غړی مصطفی کاظمي هم له لاسه ورکړی وايي، هغه ترهګر چې د مرکزي بغلان په پېښه کې یې لاس درلود، معلوم دي، ولې دغه پېښه د حکومت له خوا نه څېړل کېږي.

نوموړي زیاته کړه، چې د دې پېښې په اړه د شهید شویو کسانو کورنیو ته هم ځینې اسناد او لاسوندونه په لاس ورغلي او که چېرته حکومت څېړنې پیل کړي، نو د شهیدانو کورنۍ په هم په دې برخه کې ورسره مرسته او همکاري وکړي.

خو کاظمي وایي، که حکومت دا پېښه او ورته نورې پېښې ونه څېړي نو باید پام وکړي، چې د افغانستان راتلونکی نسل به هم په دې اړه ترې د پلټنو غوښتنه وکړي.

په دې غونده کې د ولسي جرګې غړي قدرت الله ذکي، چې د بغلان په پېښه کې د ده ورور او د ولسي جرګې غړي صبغت الله ذکي هم خپل ژوند له لاسه ورکړی، و ویل، چې دی له حکومته د دغه پېښې څېړل نه غواړي، ځکه په وینا یې حکومت د دغه پېښې د څېړلو فرصت، حوصله او وړتیا نه لري.

باید و ویل شي، چې له نن نه وړاندې په ۱۳۸۶ کال د لړم په ۱۵ مه نېټه د بغلان ولایت د مرکزي بغلان د قندو په فابریکه کې یو خونړي ځانمرګی برید وشو او په کې د ولسي جرګې د شپږو غړو په ګدون ګڼ شمېر کسان و وژل شول او یو زیات شمېر نور ټپیان شول.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي