۰

دفاع وزارت وايي په ۴ ولایتونو کې کابو ۶۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

چهارشنبه ۱۶ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۲۰
ملي دفاع وزارت د افغانستان په څلورو ولایتونو کې د لږ تر لږه ۶۰ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.
دفاع وزارت وايي په ۴ ولایتونو کې کابو ۶۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
ملي دفاع وزارت د افغانستان په څلورو ولایتونو کې د لږ تر لږه ۶۰ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن چهارشنبې د لړم ۱۶ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځواکونو په کاپیسا، سرپل، فاریاب او فراه ولایتونو کې عملیات تر سره کړي دي.

خبرپاڼه وايي، په دغه ولایتونو کې د عملیاتو پر مهال لږ تر لږه ۳۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۹ نور ټپیان شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د کاپیسا په نجراب ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال ۱۱ وسله وال وژل شوي او ۱۳ ټپیان دي.

دغه راز د سرپل په سوزمه قلعه ولسوالۍ کې د عملیاتو په ترڅ کې ۸ وسله وال وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د سرچینې د معلوماتو پر اساس د فاریاب په پښتونکوټ ولسوالۍ کې بیا د هوايي بریدونو پر مهال ۵ وسله وال وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.

دفاع وزارت وايي، د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې بیا د افغان پوځ په ځوابیه بریدونو کې ۶ وسله وال وژل شوي او ۱۱ ټپیان دي.

خو د څلور واړه ولایتونو د مرګ ژوبلې په اړه طالبانو څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي