۰

شیدا محمد ابدالي ځان ولسمشرۍ ته نوماند اعلان کړی دی

چهارشنبه ۱۶ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۰۷:۵۰
تر ولسمشر غني وروسته په هند کې د افغانستان مخکنی سفیر شید محمد ابدالي دوهم کس دی، چې د ولسمشرۍ له پاره د نوماند کېدو اعلان کوي.
شیدا محمد ابدالي ځان ولسمشرۍ ته نوماند اعلان کړی دی
تر ولسمشر غني وروسته په هند کې د افغانستان مخکنی سفیر شید محمد ابدالي دوهم کس دی، چې د ولسمشرۍ له پاره د نوماند کېدو اعلان کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې که څه هم په رسمي ډول د ۱۳۹۸ کال د ولسمشرۍ ټاکنو له پاره د نوماندانو د نوم لیکنې لړۍ نه ده پیل شوې، خو تر ولسمشر غنی وروسته شیدا محمد ابدالي دوهم کس دی، چې وايي، ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند دی.

شیدا محمد ابدالي په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې په را روانو ټاکنو کې نوماند دی او د کندهار له خلکو یې مننه کړې، چې په دغه برخه کې یې د هغه ملاتړ کوي او هڅولی یې دی، چې ځان نوماند کړي.

ښاغلي ابدالي لا نه دي ویلي چې مرستیالان یې څوک دي.

شیدا ابدالي مخکني ولسمشر حامد کرزي ته نژدې کس گڼل کیږي چې ډیره موده یې د ښاغلي کرزي په دفتر کې کار کاوه.

ښاغلي ابدالي تیره میاشت په هند کې د سفارت له دندې استعفی وکړه او دلیل یې دا وښوده چې غواړي په افغانستان کې دننه کار وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون هم راپورونو کې ویل شوي و، چې د کندهار ولایتي شورا هڅه کوی، شیدا محمد ابدالي ولسمشرۍ ته ځان نوماند کړي.

ویل کېږي د شیدا محمد ابدالي ملاتړ پخواني ولسمشر حامد کرزي هم کړی، خو د ښاغلي کرزي دفتر تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

تر ده مخکې ولسمشر غني هم د خپل کاندیدو اعلان کړی و، هغه هم د خپلو مرستیالانو په اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي