۰

مشرانو جرګې د ولسمشر له خوا د سولې مشورتي ملي بورډ جوړېدو مخالفت وکړ

سی شنبه ۱۵ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۲۹
مشرانو جرګې د ولسمشر محمد اشرف غني له هغه وړاندیز سره مخالفت وکړ، چې غواړي د سولې له پاره یو ملي مشورتي بورډ رامنځ ته کړي.
مشرانو جرګې د ولسمشر له خوا د سولې مشورتي ملي بورډ جوړېدو مخالفت وکړ
مشرانو جرګې د ولسمشر محمد اشرف غني له هغه وړاندیز سره مخالفت وکړ، چې غواړي د سولې له پاره یو ملي مشورتي بورډ رامنځ ته کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د مشرانو جرګې دوهم مرستیال محمد علم اېزدیار د نن سه شنبې لړم ۱۵ مې په عمومي غونده کې و ویل، چې مشرانو جرګه د دولت په چوکاټ کې د موازي ادارو له رامنځ ته کولو سره مخالف ده.

نوموړي زیاته کړه، چې د سولې د عالي شورا تر څنګ د یوې بلې موازې ادارې رامنځ ته کول به نه یوازې ستونزې حل نه کړي، بلکې لا به یې پېچلې کړي.

د مشرانو جرګې د دوهم مرستیال په وینا که حکومت په رښتیا هم سوله غواړي، نو د سولې عالي شورا دې پیاوړې او ملاتړ یې دې وکړي.

په ورته وخت کې د مشرانو جرګې غړي مصطفی ظاهر و ویل، ولسمشر په دې کار سره غواړي، افغان ولس په مستقیم ډول د سولې پروسه کې داخل کړي، په داسې حال کې، چې د سولې عالي شورا وجود لري.

دغه راز د جرګې بل غړي محی الدین منصف و ویل، چې په ټولو ولایتونو کې د سولې عالي شورا دفترونه شته دي او اړتیا نشته، چې بل مشورتي بورډ رامنځ ته شي.

د هغه په وینا حکومت دې هغه پیسې چې د دغه مشورتي ملي بورډ په رامنځ ته کولو لګوي، په نورو اقتصادي برخو کې یې دې ولګوي، چې د خلکو ستونزې حل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر غني تازه اعلام کړې، چې په ملي کچه به د سولې له پاره یو ملي مشورتي بورډ جوړ کړي.

ارګ وایي، ولسمشر دغه څرګندونې د هېواد د ۳۴ ولایتونو له والیانو سره د ویډیويي کنفرانس له لارې کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل



 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي