په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوی دفتر یا یوناما وايي، د تېرو کلونو په پرتله سږ کال د افغانستان په ټاکنو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله زیاته وه.
د جمهور آژانس د خبر له مخې یوناما نن سه شنبې د لړم ۱۵ مه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې ۴۳۵ ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
په راپور کې ویل شوي طالبانو په قصدي ډول ښوونځي، جوماتونه او روغتونونه، چې په کې د رایې ورکولو مرکزونه جوړ شوي وو په نښه کړل.
راپور وایي، د طالبانو په دغه بریدونو کې ۵۶ تنه ملکي افغانان وژل شوي او ۳۷۹ نور ټپیان شوي دي.
یوناما په دغه راپور کې د وسلهوالو طالبانو له خوا د ملکي ځایونو په نښه کول د اندیښنې وړ بللی او ټینګار یې کړی، چې د بشري حقونو د نړیوالو قوانیونو په اساس هر وګړی حق لري، چې په سیاسي فعالیتونو کې له ویرې، تبعیض او محدودیتونو پرته ګډون وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډلې بیا د لړم په ۱۰ مه خپاره کړي راپور کې ویلي و، چې د افغانستان د ولسي جرګې د تېرو ټاکنو په ورځو کې ۸۸ ملکیان وژل شوي او ۲۷۹ نور ټپیان شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل