۰

د پاکستان د ډېری بانکونو ډېټا غلا او هک شوې ده

سی شنبه ۱۵ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۵۴
د پاکستان فدرالي استخباراتي ادارې چارواکو ویلي، چې د هېواد د ډېرو بانکونو ډېټا یې هک او غلا شوې، چې ګڼې ستونزې یې زېږولې دي.
د پاکستان د ډېری بانکونو ډېټا غلا او هک شوې ده
د پاکستان فدرالي استخباراتي ادارې چارواکو ویلي، چې د هېواد د ډېرو بانکونو ډېټا یې هک او غلا شوې، چې ګڼې ستونزې یې زېږولې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستان فدرالي تحقیقاتي اداره (اېف آی ای) ویلي، دغه څه په ملک کې خطرناک حالت رامنځ ته کړی دی.

د یادې ادارې رییس متقاعد جګړن شعیب له جیونیوز سره په خبرو کې ویلي، بانکونو ډېټا له بهر څخه هیک شوې او تېره اونۍ د یوه بانک وېب سایټ هم هیک شوی دی.

راپورونه وايي، د اکتوبر په ۲۸مه د پاکستان په یوه اسلامي بانک د هیکرانو په برید کې ۶ میلیونه ډالر غلا کړای شول او په تازه پېښه کې د ۵ زره حساب لرونکو بانکي حسابونه مات کړای شوي دي.

د پاکستان فدرالي تحقیقاتي اداره اندېښنه ښودلې که دا سلسله دوام ومومي کېدای شي چې په پاکستاني بانکونو باندې بې باوري زیاته شي چې دا به په دغه ملک کې یو بل اقتصادي ناورین رامنځته کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي