۰

امریکا په افغانستان کې د پر وخت او رڼو ولسمشریزه ټاکنو ملاتړ کړی

سی شنبه ۱۵ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۴۸
امریکا وایي دوی او نور ملګري یې په افغانستان کې د پر وخت او رڼو ولسمشریزه ټاکنو تر سره کېدو ملاتړ کوي.
امریکا په افغانستان کې د پر وخت او رڼو ولسمشریزه ټاکنو ملاتړ کړی
امریکا وایي دوی او نور ملګري یې په افغانستان کې د پر وخت او رڼو ولسمشریزه ټاکنو تر سره کېدو ملاتړ کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې کابل کې د امریکا متحده ایالاتونو سفیر جان باس کړې او ویلي یې دي امریکا او د ټاکنو نور مالي ملاتړي په افغانستان کې د رڼو او عادلانه ولسمشریزه ټاکنو ملاتړي دي.

نوموړي ټینګار کړی، امریکا غواړي د افغانستان ټاکنې، شفافې، عادلانه، پر خپل وخت او له درغلیو پاکې وي.

کابل کې د امریکا سفیر دا هم ویلي، چې د ژنیو په کنفرانس کې به هم د افغانستان د ټاکنو په اړه له نړیوالو سره خبرې وکړي. دغه راز باس زیاته کړې، چې په دې کنفرانس کې به د نړۍ له مهمو څېرو سره د افغانستان د سولې، امنیت، بیارغونې او د ترهګرۍ ضد مبارزې په اړه خبرې کوي.

سفیر جان باس زیاته کړې، چې امریکا غواړي د افغانستان د اوږدې جګړې لپاره معقول حل پیدا کړي او دغه هېواد ته دایمي ثبات راوګرځي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي