۰

عجیبه قاچاق: قاچاق کوونکو په انارو کې نشه يي توکي لېږدول

سی شنبه ۱۵ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۲۷
کورنیو چارو وزارت له هېواد څخه بهر ته د نشه يي توکو د یو نوي ډول قاچاق د مخنیوي خبر ورکړی دی.
عجیبه قاچاق: قاچاق کوونکو په انارو کې نشه يي توکي لېږدول
کورنیو چارو وزارت له هېواد څخه بهر ته د نشه يي توکو د یو نوي ډول قاچاق د مخنیوي خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د نشه يي توکو د دغه نوي ډول قاچاق بېلګې د کابل او هرات په هوايي ډګرونو کې کشف او نیول شوې دي.

د کورنیو چارو وزارت نن سه شنبې د لړم ۱۵ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دوه تنه قاچاق وړونکو غوښتل شپږ کیلو او ۳۸۶ ګرامه نشه يي توکي له کابل او هرات هوایي ډګرونو بهر ته قاچاق کړي.

خبرپاڼه کې ویل شوي دغه قاچاق وړنکو د یاده اندازه نشه يي توکي د قاچاق له پاره یوه عجیبه ډول چلند کړی دی.

سرچینه زیاتوي قاچاق کوونکو دغه نشه يي توکي په ډېر ماهرانه شکل په تازه انارو کې ځای پر ځای کړي و او غوښتل یې چې بهر ته یې ولېږدوي.

تر دې وړاندې په خوړلې توګه د نشه يي توکو قاچاق، په مقعد کې د نشه يي توکو ځای پر ځای کولو، په خېټه کې د عملیات له لارې د نشه يي توکو ځای پر ځای کولو قاچاق تر سره شوی و، خو دا لومړی ځل دی، چې په انارو کې نشه يي توکي لېږدول کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي