۰

کمانډو ځواکونو بغلان کې د طالبانو تر ټولو مهم مرکز نیولی

سی شنبه ۱۵ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۰۲
شمال کې د پوځ چارواکي وايي، افغان کمانډو ځواکونه توانېدلي، چې په بغلان ولایت کې د طالبانو تر ټولو مهم مرکز ونیسي.
کمانډو ځواکونو بغلان کې د طالبانو تر ټولو مهم مرکز نیولی
شمال کې د پوځ چارواکي وايي، افغان کمانډو ځواکونه توانېدلي، چې په بغلان ولایت کې د طالبانو تر ټولو مهم مرکز ونیسي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو نن سه شنبې د لړم ۱۵ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې کمانډو ځواکونو تېره شپه د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې دغه مرکز نیولی دی.

سرچینه زیاتوي، د بغلان جوی ناوه سیمه، چې د وسله والو طالبانو تر ټولو مهم مرکز وو افغان کمانډو ځواکونو لاندې کړی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د عملیاتو پر مهال دوه وسله وال طالبان وژل شوي، درې ټپیان او دغه مرکز یې د کمانډو سرتېرو له خوا تلاشي شوی دی.

خبرپاڼه دا هم زیاتويو چې له دغه مرکز څخه ۳۶ کړۍ ماینونه، ۳ درې د ماینونو ډېپوګانې، ۸ فیره د هاوان مرمۍ، ۱۲ فیره د راکټ مرمۍ، ۳۵ کړۍ نارنجک بمونه، ۱۲ چاڼټې، ۴ عرادې موټر سایکلونه، ۱۲ جوړې پوځي لباس، او درې عرادې رنجر موټر د کمانډو ځواکونو لاس ته ورغلې دي.

مقام‌های ارتش در زون شمال و شمال شرق کشور می‌گویند که نیروهای کماندو توانسته‌اند که کنترول اساسی‌ترین مرکز طالبان در بغلان را به دست بگیرند.

په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو وايي، د عملیاتو په ترڅ کې پنځه کلي او د جوی ناوه سیمه چې د طالبانو تر ټولو غښتلی مرکز و پاک شوی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:شمال



 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي