ایراني چارواکي وايي، هېواد یې چمتو دی، چې د افغانانو په مشرۍ د افغان سولې پروسه کې همکاري وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د افغانستان د سولې عالي شورا رییس محمد کریم خلیلي سره کتنه کې کړې دي.
د افغانستان د سولې د عالي شورا رییس او ورسره پلاوی پرون دوشنبې د لړم ۱۴ مه ایران ته ولاړ او هلته یې له ایراني چارواکو سره د افغانستان او سیمې په اړه په ځینو موضوعاتو خبرې کړې دي.
ښاغلي خلیلي له ایراني چارواکو سره خبرو کې ویلي، چې د افغان سولې په برخه کې د سیمې هېوادونو په تېره بیا د ایران همکاري خورا مهمه ده.
نوموړي زیاته کړې، چې په افغانستان کې د سولې څخه د سیمې د هېوادونو ملاتړ به د دې سبب شي، چې په سیمه کې ترهګري ختمه او ترهګر خپل ملاتړي له لاسه ورکړي.
په ورته وخت کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ویلي، چې د افغانستان ستونزه یوازې د سیاسي مذاکراتو پر مټ حل کېدای شي.
نوموړي زیاته کړې دمګړی په افغانستان کې دداعش ډلې فعالیتونه او ځینې نورې ترهګرې ډلې نه یوازې دغه هېواد بلکې ټولې سیمې ته د خطر زنګ دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وایي، هېواد یې د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې ایران د افغانستان ملاتړی او چمتو دی، چې د افغان سولې پروسې په اسانه کولو او دغه هېواد ته د ثبات په راوستلو کې همکاري او مرسته وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل