۰

بادغیس کې د هند په مرسته جوړ شوي ښوونځي ودانۍ پرانستل شوه

دوشنبه ۱۴ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۰۳
د هندوستان هېواد په مالي مرسته د افغانستان په بادغیس ولایت کې د نجونو د یوه ښوونځي جوړه شوې ودانۍ پرانېستل شوه.
بادغیس کې د هند په مرسته جوړ شوي ښوونځي ودانۍ پرانستل شوه
د هندوستان هېواد په مالي مرسته د افغانستان په بادغیس ولایت کې د نجونو د یوه ښوونځي جوړه شوې ودانۍ پرانېستل شوه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ودانۍ د بادغیس ولایت په آبکمري ولسوالۍ کې د هند په مالي مرسته جوړه شوې.

د کوچه زرد د نجونو عالي لېسې نوې ودانۍ د نن دوشنبې د لړم ۱۴ مه یو لړ مراسمو په ترڅ کې د زده کوونکو پرمخ پرانېستل شوه.

د ښوونځي نوې ودانۍ، چې د هندوستان هېواد په مالي مرسته جوړه شوې د یادې ولسوالۍ سلګونو نجونو زده کوونکو ته یې د زده کړو خوندي درسي چاپېریال برابر کړی دی.

د بادغیس د پوهنې رییس ډاکټر زکریا رحیمي د یادې ودانۍ پرانېستل د دې ولسوالۍ د پوهنې کیفیت لوړېدو برخه کې یو مهم ګام وباله او له زده کوونکو او د سیمې له اوسېدونکو یې وغوښتل، چې ساتنې او مراقبت ته یې جدي پاملرنه وکړي.

په دې ودانۍ کې پر یو وخت شاوخوا ۷۰۰ زده کوونکي زده کړې کولای شي.

جمهورخبري آژانس:بادغیس
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي