۰
ډاکتر عبدالله:

د اروزګان جګړه قومي نه بلکې ولس سره د طالبانو جګړه ده

دوشنبه ۱۴ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۵۷
د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله د اروزګان ولایت په خاص اروزګان ولسوالۍ کې جګړه قومي نه بلکې د ولس پر وړاندې د طالبانو جګړه وبلله.
د اروزګان جګړه قومي نه بلکې ولس سره د طالبانو جګړه ده
د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله د اروزګان ولایت په خاص اروزګان ولسوالۍ کې جګړه قومي نه بلکې د ولس پر وړاندې د طالبانو جګړه وبلله.

دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه مکتوب کې چې رسنیو خپرو کړی د خاص اروزګان ولسوالۍ جګړه قومي بللې او د هغه څېړلو او حل له پاره یې یو پلاوی ټاکلی دی.

د اروزګان په خاص اروزګان ولسوالۍ کې له تېرو څو ورځو راهیسې جګړه روانه ده، چې په کې ګڼو ملکیانو او وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د افغان ولسمشر سرور دانش هم څو ورځې وړاندې په یوه غونډه کې و ویل، چې په خاص اروزګان کې وسله والو طالبانو پر ولسي وګړو بریدونه کړي او هغوی ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

هغه په دې برخه کې د امنیتي ارګانونو د پر وخت نه اقدام کولو له امله هم نیوکه وکړه او ویې ویل چې په خاص اروزګان کې د ولس پر وړاندې د طالب جګړه ده او ولس باید له خپل عزت څخه دفاع وکړي.

خو تر هغه تر څرګندونو د ارګ په مکتوب کې ویل شوي، چې د خاص اروزګان جګړه قومي ده او د څېړنې او حل له پاره یې پلاوی ټاکل شوی دی.

اجرائیه رییس عبدالله عبدالله د خاص اروزګان جګړې قومي بلل رد کړل او نن دوشنبې د لړم ۱۴ مه یې د وزیرانو شورا کې و ویل، چې دغه جګړه د قومي شخړو له امله نه بلکې د ولس پر وړاندې د طالبانو جګړه ده.

عبدالله وايي، د دغه جګړې مسوولیت وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی او هلته یې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د افغان حکومت اجرائیه رییس زیاته کړه، چې د خاص اروزګان خلک نباید داسې فکر وکړي، چې دوی بې دفاع دي، بلکې هغه څه چې د حکومت په توان کې دي د خاص اروزګان د ولس د دفاع په برخه کې به یې وکاروي.

هغه په دې برخه کې د امنیتي ارګانونو په مشرتابه هم نیوکه وکړه او ویې منله چې زموږ د اجرآاتو ځنډ د دې لامل شو، چې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله واوړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ولسي جرګې ځینې غړي هم له تېرو څو ورځو راهیسې وايي، چې په خاص اروزګان کې طالبانو پر ولسي وګړو بریدونه پیل کړي او که یې مخه ونه نیول شي، لوی بشري ناورین به رامنځ ته شي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض



 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي