۰
د خبریالانو شورا:

هر کال د رسنیو د ملاتړ ۱۲ میلیونه ډالر بودیجه حیف میل کېږي

دوشنبه ۱۴ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۱۳
د افغانستان د خبریالانو شورا مسوولان وایي، هر کال د رسنیو د ملاتړ په موخه د نړیوالې ټولنې تر ۱۲ میلیونه ډالرو زیاتې پيسې د یو شمېر انجوګانو له خوا د روابطو پر اساس خوړل کېږي.
هر کال د رسنیو د ملاتړ ۱۲ میلیونه ډالر بودیجه حیف میل کېږي
د افغانستان د خبریالانو شورا مسوولان وایي، هر کال د رسنیو د ملاتړ په موخه د نړیوالې ټولنې تر ۱۲ میلیونه ډالرو زیاتې پيسې د یو شمېر انجوګانو له خوا د روابطو پر اساس خوړل کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغان خبریالانو د ملاتړ صندقو رییس محمد آصف وردګ هم پرون ویلي وو، چې  له افغان رسنیو د ملاتړ په موخه د نړیوالې ټولنې سلګونه میلیونه ډالر مرسته شوې پیسې حیف میل شوې دي.

وردګ زیاته کړې وه، چې دغه مرسته شوې پیسې په رسنیو کې د یو شمېر کسانو د یوې ډلې له خوا خوړل شوې دي.

نوموړي پرته له دې چې د چا یا کومې ډلې نوم واخلي ویلي، چې په افغانستان کې د رسنیو د ملاتړ، پرمختګ، بیان د آزادۍ او فرهنګي ودې په موخه د نړیوالې ټولنې لسګونه میلونه ډالر مرسته حیف میل شوې ده او په دې پیسو یې له هېواده بهر پانګونه کړې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې په دې کار کې د ځینو رسنیو مالکین او د رسنیزو بنسټونو مسوولان هم شامل دی او نن ورځ یې میلیونونه ډالر پانګه پیدا کړې ده.

وردګ په رسنیو کې یوې مافیايي کړۍ ته ورته د یو شمېر کسانو ګروپ چې د ده په وینا له رسنیو سره د نړیوالې ټولنې میلیونه ډالر مرسته یې تر ستونې تېره کړې، د دې لامل شوې، چې ګڼ شمېر رسنۍ د سقوط پر پوله ودرېږي.

هغه وايي، هغه بنسټونه چې د رسنیو، خبریالانو او بیان د آزادۍ د ملاتړ په موخه له نړیوالو مرسته کوونکو بنسټونو پرېمانه پیسې تر لاسه کوي، تر اوسه یې د خبریالانو د ملاتړ له صندوق سره هېڅ ډول مرسته نه ده کړې.

د افغانستان د خبریالانو شورا هم د دغه څرګندونو د پخلي تر څنګ وايي، هر کال له رسنیو د ملاتړ په موخه د نړیوالې ټولنې له مرستو تر ۱۲ میلیونه ډالرو زیاتې پيسې د ځینو انجوګانو له خوا تر خپل منځ وېشل کېږي او خوړل کېږي.

د خبریالانو شورا رییس حفیظ الله بارکزي هم پرته له دې چې د چا نوم واخلي، جمهور خبري آژانس ته په مرکه کې و ویل، چې ځینې مشخصې انجوګانې د رسنیو او د خبریالانو د وړتیا لوړولو په نوم له نړیوالې ټولنې پیسې تر لاسه کوي او بیا یې حیف میل کوي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې په همدې نوم هر کال تر ۱۲ میلیونه ډالرو زیاتې پیسې د دغه انجوګانو لاس ته ورځي او هغه بیا شخصي جېبونو ته لوېږي.

ښاغلي بارکزي د رسنیو د ملاتړ په موخه د شویو مرستو خوړونکې هغه انجوګانې بولي، چې په وینا یې د تر لاسه کړیو او خوړلو پیسو په اړه یې تر اوسه هېڅ ډول ځواب نه دی ورکړی او نه هم چا پوښتلې دي.

د افغانستان د ژورنالستانو شورا رییس وايي، د همدې سترې ستونزې له کبله په ځينو ولایتونو کې د رادیوګانو او نورو رسنیو خپرونې د په ټپه درېدو پر پوله ولاړې دي.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي