۰

افغان حکومت له امریکا سره د چابهار بندر په اړه خبرې کړې دي

دوشنبه ۱۴ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۱۱
پر ایران د امریکا له بندیزو سره سم افغان ولسمشر د چابهار بندر په اړه له امریکايي چارواکو سره خبرې کړې او له هغوی یې ډاډ تر لاسه کړی دی.
افغان حکومت له امریکا سره د چابهار بندر په اړه خبرې کړې دي
پر ایران د امریکا له بندیزو سره سم افغان ولسمشر د چابهار بندر په اړه له امریکايي چارواکو سره خبرې کړې او له هغوی یې ډاډ تر لاسه کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسمشر غني د جنوبي آسیا او افغانستان له پاره د امریکا د ځانګړې استازې آلیس ویلز سره لیدلي او د چابهار بندر په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

د ارګه خپره شوې خبرپاڼه وايي، ولسمشر غني پرون یکشنبې د لړم ۱۳ مه ارګ کې د امریکا له ځانګړې استازې مېرمن ویلز سره وکتل او د ګڼو مسایلو تر څنګ یې د چابهار بندر په اړه خبرې ورسره وکړې.

په خبرپاڼه کې په دې اړه ډېر جزیات نه دي ورکړل شوي، خو آلیس ویلز ولسمشر غني ته ډاډ ورکړی چې پر ایران په لګېدونکو بندیزونو کې اته هېوادونه مستثنا دي.

ټاکل شوې، چې امریکا نن د ایران پر مهمو طبعي سرچینو لکه ګاز او تېلو بندیزونه ولګوي، چې له لګېدو سره سم یې دغه هېواد نه شي کولای پر کوم چا تېل او ګاز وپلوري او سوداګري ورسره وکړي.

ویره همدا ده، چې پر ایران د امریکا بندیزونه به پر افغانستان په ځانګړې ډول په چابهار سوداګریز بندر هم اغېز وکړي، خو افغان حکومت وايي، دوی د چابهار بندر په اړه له امریکا سره خبرې روانې کړې او دغه بندر به له خطره ژغوري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي