هندي رسنۍ وایي، هند د افغانستان د سولې په تړاو د مسکو په جوړېدونکې غونډه کې د ګډون پرېکړه تر اوسه پورې نه ده کړې.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغان سولې په اړه د مسکو غونده راتلونکې جمعه د نومبر میاشتې ۹ مه جوړېدونکې ده.
د روسي چارواکو په وینا دې غونډې ته د اافغان حکومت، افغان سیاستوالو، طالبانو او امریکا په ګډون د سیمې د ۱۲ هېوادونو استازي وربلل شوي دي.
افغانستان وايي، د سولې عالي شورا یو پلاوی به په دغه غونده کې ګډون وکړي، پخواني ولسمشر کرزي او د جمعیت ګوند اجرائیه رییس عطا محمد نور هم ویلي چې دوی به په دغه غونده کې ګډون وکړي.
د سولې عالي شورا وايي، د مسکو په غونده کې به د دوی له ۴ تر شپږو کسانو پورې یو پلاوی ګډون وکړي، او طالبانو هم ویلي، چې د مسکو غونډې ته به د قطر دفتر غړي ورولېږي.
له دې سره تر څنګ قزاقستان هم د دې پخلی کړی، چې د مسکو په غونده کې به ګډون وکړي، خو هند ویلي، چې دوی تر اوسه په دې اړه پرېکړه نه ده کړې او د سیمې د نورو هېوادونو له خوا هم تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودل شوی.
هندي رسنۍ د هندي چارواکو له قوله وايي، دوی هیله لري، چې په افغانستان کې ژر تر ژره سوله راشي او جګړه ختمه شي، خو تر اوسه یې د مسکو په غونډه کې د ګډون هېڅ ډول پرېکړه نه ده کړې.
جمهورخبري آژانس:کابل