۰
حنیف اتمر:

امریکا دې د افغان جګړې د سیاسي حل لپاره خپلې هڅې ډېرې کړي

دوشنبه ۱۴ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۰۷:۵۵
د افغانستان د ملي امنیت شورا مخکني سلاکار محمد حنیف اتمر وايي، امریکا دې د افغان جګړې د سیاسي حل له پاره خپلې هڅې ډېرې کړي.
امریکا دې د افغان جګړې د سیاسي حل لپاره خپلې هڅې ډېرې کړي
د افغانستان د ملي امنیت شورا مخکني سلاکار محمد حنیف اتمر وايي، امریکا دې د افغان جګړې د سیاسي حل له پاره خپلې هڅې ډېرې کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اتمر دغه څرګندونې د جنوبي آسیا او افغانستان له پاره د امریکا ځانګړې استازي آلیس ویلز سره په لیدنه کې کړې دي.

مېرمن ویلز پرون یکشنبې د لړم ۱۳ مه کابل ته راغلی او له یو شمېر افغان چارواکو سره یې د افغانستان او سیمې په روانو حالاتو خبرې کړې دي.

له اتمرسره په لیدنه کې مېرمن ویلز ویلي دوی د افغانستان د ستونزې د حل له پاره هڅې پیل کړې او موخه دا ده، چې وسله وال طالبان له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرو ته حاضر کړي.

په ورته وخت کې د ملي امنیت شورا پخواني سلاکا ښاغلي اتمر ویلي، چې د افغانستان امنیت او ثبات د ټولې سیمې او نړۍ له پاره مهم دی او امریکا ته پکار دي، چې د سیمې هېوادونه په افغان سوله کې همکارۍ ته وهڅوي.

ښاغلي اتمر مېرمن ویلز ته ویلي، چې امریکا باید د افغان جګړې د سیاسي حل له پاره خپلې هڅې نورې هم ګړندۍ کړي.

باید و ویل شي، چې په دې لیدنه کې دواړو لورو د ټاکنو او د افغانستان د روان امنیتي وضعیت په اړه هم خبرې او بحث کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي