۰

د سولې عالي شورا شپږ کسیزه پلاوی د مسکو غونډه کې ګډون کوي

یکشنبه ۱۳ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۱۱
د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، د دغه شورا شپږ کسیزه پلاوی به د افغان سولې په تړاو د مسکو په جوړېدونکې غونډه کې ګډون وکړي.
د سولې عالي شورا شپږ کسیزه پلاوی د مسکو غونډه کې ګډون کوي
د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، د دغه شورا شپږ کسیزه پلاوی به د افغان سولې په تړاو د مسکو په جوړېدونکې غونډه کې ګډون وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د افغان سولې په تړاو د مسکو غونډه به راتلونکې جمعه جوړه شي.

دغه غونډې ته د افغان حکومت، طالبانو او افغان سیاستوالو په ګډون د امریکا او سیمې د ۱۲ هېوادونو استازي وربلل شوي دي.

وړاندې داسې راپورونه و، چې ګڼې افغان حکومت په دغه غونډه کې له دې کبله ګډون نه کوي، چې روسیې دا اقدام پر خپل سر اخیستی او افغان سیاستوال یې هم ورغوښتي دي.

خو وروسته د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې و ویل، چې ولسمشر غني موافقه کړې، چې د مسکو په غونډه کې به د سولې عالي شورا یو پلاوی ګډون وکړي.

د افغانستان د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري جمهور خبري آژانس سره خبرو کې د دې پخلی وکړو چې د سولې عالي شورا یو پلاوی به هم په دې غونده کې ګډون وکړي.

نوموړي زیاته کړه، چې د سولې عالي شورا د پلاوي شمېر به له ۴ تر شپږو کسانو پورې وي، چې تر اوسه نه دي ټاکل شوي او په دې اړه خبرې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د مشرانو جرګې هم نن په خپله غونډه کې له افغان حکومت څخه وغوښتل، چې د مسکو په غونډه کې له قوي دریځه ګډون وکړي.

جمهورخبري آژنس:محمد رقیب فیاض
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي