۰

چنیايي او پاکستاني چارواکي افغان سوله کې پر همکارۍ سلا شوي

یکشنبه ۱۳ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۵۰
د چین او پاکستان مشران د افغانستان پر موضوع د همکاریو پر پیاوړي کولو سلا شوي او د افغانانو په مشرۍ او رهبرۍ یې د سولې له پروسې ملاتړ ښودلی دی.
چنیايي او پاکستاني چارواکي افغان سوله کې پر همکارۍ سلا شوي
د چین او پاکستان مشران د افغانستان پر موضوع د همکاریو پر پیاوړي کولو سلا شوي او د افغانانو په مشرۍ او رهبرۍ یې د سولې له پروسې ملاتړ ښودلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د چین ولسمشر شي جین پینګ، لومړي وزیر او د پاکستان لومړي وزیر عمران خان او ورسره پلاوي بېجنګ کې سره کتلي.

عمران خان او ورسره پلاوی په څلور ورځني سفر چین ته تللی او هلته یې له چنیايي چارواکو سره د پاکستان او چین ترمنځ پر دفاعي، امنیتي، سیاسي، سوداګریزو او اقتصادي اړیکو، د سیمې، په ځانګړي توګه د افغانستان په اړه هم خبرې کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د صدراعظم عمران خان او د چین د ولسمشر ترمنځ تر لیدنې وروسته په خپرې کړې ګډې اعلامیې کې ویلي، د پاکستان او چین مشران پر دغو دوه اړخېزو اړیکو سربېره د سیمې، منځني ختیځ او نړېوالو مسایلو هم خبرې کړي او په سیمه کې یې سوله او ثبات د ټولو په ګټه بللی دی.

د چین او پاکستان مشران د افغانستان پر موضوع د همکاریو پر پیاوړي کولو سلا شوي او د افغانانو په مشرۍ او رهبرۍ یې د سولې له پروسې ملاتړ ښودلی.

چین همدا شان د افغانستان او پاکستان ګډ پلان «APAPPS» له مخې د پاکستان او افغانستان نېږدې اړیکې ستایلي او د درې اړخیزو امنیتي، پرمختیايي او خپلمنځي اړیکو د پراختیا او په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د پاکستان، افغانستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه د لیدنو کتنو د لړۍ د جاري ساتلو هیله ښودلې ده.

په دغه ګډه اعلامیه کې ویل شوي، د دواړو هېوادونو مشران په‌دې سلا شول چې د چین، افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو د وزیرانو د راتلونکې غونډې کوربه‌توب دې افغانستان وکړي.

په پاکستان کې د نوي حکومت تر رامنځته کېدو او د عمران خان تر صدراعظم کېدو وروسته دا چین د عمران خان لومړی رسمي سفر دی.

د راپورونو له مخې، پاکستان او چین د عمران خان د سفر په ترڅ کې د اقتصادي، سوداګریزو، دفاعي او سیاسي اړیکو د پراختیا په لړ کې ۱۵ تفاهم لیکونه هم لاسلیک کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي