۰

ننګرهار کې طالبانو او داعش جګړه کړې

یکشنبه ۱۳ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۱۴
ختیځ کې د پوځ چارواکي وایي، ننګرهار ولایت کې د وسله والو طالبانو او داعش وسله والو تر منځ نښته کې له دواړو لورو ۲۱ تنه وژل شوي دي.
ننګرهار کې طالبانو او داعش جګړه کړې
ختیځ کې د پوځ چارواکي وایي، ننګرهار ولایت کې د وسله والو طالبانو او داعش وسله والو تر منځ نښته کې له دواړو لورو ۲۱ تنه وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ختیځ کې د ۲۱۰ سېلاب قول اردو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د طالبانو او داعش تر منځ دغه تازه نښته پرون شنبې د لړم ۱۲ مه د ننګرهار ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، طالبانو او داعشیانو د خوږیاڼو ولسوالۍ به زاوې سیمه کې نښته کړې، چې له امله یې ۲۱ تنه وژل شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه نښته کې ۱۸ تنه وسله وال طالبان او درې داعشیان وژل شوي دي.

خو طالبانو او داعش تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د سیمې اوسېدونکو هم په وسله والو طالبانو او داعشیانو تر منځ د سختې جګړې پخلی کړی خو د مرګ ژوبلې په اړه یې معلومات نه لري.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي