۰
روسیه:

افغان حکومت د مسکو غونډې په اړه موافقه کړې او راتلونکې جمعه جوړېږي

یکشنبه ۱۳ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۳۵
روسیه وایي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د مسکو غونډې جوړېدو په اړه موافقه کړې او دغه غونډې ته به یو پلاوی ولېږي.
افغان حکومت د مسکو غونډې په اړه موافقه کړې او راتلونکې جمعه جوړېږي
روسیه وایي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د مسکو غونډې جوړېدو په اړه موافقه کړې او دغه غونډې ته به یو پلاوی ولېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ولسمشر غني پرېکړه کړې، چې د مسکو غونډې ته به د افغانستان د سولې عالي شورا یو پلاوی ولېږي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د افغان سولې په اړه د مسکو غونډه به د راتلونکې جمعې په ورځ (د نومبر ۸ مه) جوړه شي.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه غونده کې به د وسله والو طالبانو د قطر دفتر پلاوی هم کډون وکړي او دغه راز هند، ایران، چین، قزاقستان، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان او امریکا هم دې غونډې ته بلل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د مسکو غوندې په اړه تر اوسه موافقه نه ده شوې او په دې اړه خبرې اترې روانې دي.

تر وړاندې داسې راپورونه هم و، چې افغان حکومت د دغه غونډې د لغو کولو غوښتنه کړې وه، ځکه روسیې د افغان حکومت له خوښې پرته ځینو افغان سیاستوالو ته هم په غونده کې د ګډون بلنه ورکړې، چې د افغان حکومت غوسه یې راپارولې ده.

ویل کېږی، چې د مسکو غونډه کې پخواني ولسمشر حامد کرزي او د بلخ پخواني والي او د جمعیت ګوند اجرائیه رییس عطامحمد نور تر څنګ شپږو نورو افغان سیاستوالو ته هم بلنه لیکونه لېږل شوي، چې کرزي او نور دغه بلنلیکونه منلي او په غونده کې یې د ګډون پرېکړه کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي