۰

د ښځینه قاضیانو او څارنوالانو معاشونه ۳۰ سلنه لوړ شول

یکشنبه ۱۳ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۲۶
ولسمشر محمد اشرف غني وايي، ښځینه مسلکي ښوونکو ته به امتیازي معاش ورکړل شي او دغه راز د ښځینه قاضیانو او څارنوالانو معاشونه به ۳۰ سلنه لوړ شي.
د ښځینه قاضیانو او څارنوالانو معاشونه ۳۰ سلنه لوړ شول
ولسمشر محمد اشرف غني وايي، ښځینه مسلکي ښوونکو ته به امتیازي معاش ورکړل شي او دغه راز د ښځینه قاضیانو او څارنوالانو معاشونه به ۳۰ سلنه لوړ شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې پرون شنبې د لړم ۱۲ مه پکتیکا ولایت ته د سفر پر مهال په دغه ولایت کې د دیني عالمانو، ولایتي شورا د غړو، ځوانانو او مېرمنو سره په یوه لیدنه کې وکړې.

ولسمشر پکتیکا ولایت دوهمې درجې ته هم لوړ کړ او دغه راز یې د دې ولایت د اداري کمپلکس، د غونډو تالار، د ښځینه فاتحې د سالون، ښرنه او ارګون کې د نجونو له پاره د ښوونځي جوړونې، ۱۵۰
ولسمشر پکتیکا ولایت دوهمې درجې ته هم لوړ کړ او دغه راز یې د دې ولایت د اداري کمپلکس، د غونډو تالار، د ښځینه فاتحې د سالون، ښرنه او ارګون کې د نجونو له پاره د ښوونځي جوړونې، ۱۵۰ بستره ته د ښرنې روغتون ارتقا، د پکتیکا پوهنتون خپلواک توب او د دوه پوهنځیو جوړېدل، د پوهنتون د احاطې جوړول او دغه راز د انګور اډې پاتې برخې سړک جوړولو ژمنې وکړې.
بستره ته د ښرنې روغتون ارتقا، د پکتیکا پوهنتون خپلواک توب او د دوه پوهنځیو جوړېدل، د پوهنتون د احاطې جوړول او دغه راز د انګور اډې پاتې برخې سړک جوړولو ژمنې وکړې.

دغه راز ولسمشر غنی و ویل، چې د ټولو ښوونځیو د ودانیو او نور اړوند مسایل به په اساسي ډول حل شي.

ولسمشر غني په خپلو خبرو کې د پکتیکا، پکتیا، خوست، لوګر او میدان وردګ ولایت والیانو ته سپارښتنه وکړه، چې په ګډه یو امنیتي پلان جوړ او پلی کړی.

ښاغلي غني والیانو ته دا هم و ویل، چې د لارو خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي او په دې برخه کې له ولس سره خپله همږي پیاوړې کړي.

نوموړي د پکتیکا ولایت د ځنګلونو ساتنې ته همد جدي پاملرنې ژمنه وکړه او کرنې وزارت ته یې دنده وسپارله، چې پکتیکا کې تحقیقي کرنیز فارم او د جلغوزو د پروسس مرکز جوړ کړي.

ولسمشر په پکتیکا کې امکاناتو او بودیجه ته په کتو د برېښنا تولید د دوه بندونو د جوړېدو ژمنه ورکړه.

ښاغلي غني په خپلو خبرو کې دا هم و ویل، چې د ښځینه مسلکي ښوونکو له پاره به امتیازي معاشونه ورکړل شي او همدارنګه د ښځینه قاضیانو او څارنوالانو معاشونه به هم ۳۰ سلنه لوړ شي.

هغه په خپلو خبرو کې د سولې موضوع ته هم اشاره وکړه او پر وسله والو طالبانو یې یو ځل بیا غږ وکړ، چې له جګړې لاس واخلي، له پردیو سره اړیکې پرې کړي او خپل هېواد ته چې د مور او پلار حثیت لري خدمت وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي