۰

امریکا: په یوه وسله وال برید کې دوه تنه وژل شوي

یکشنبه ۱۳ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۲۴
د امریکا فلوریډا ایالت په یوه سپورتي کلب کې د وسله والو برید له امله شپږو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
امریکا: په یوه وسله وال برید کې دوه تنه وژل شوي
د امریکا فلوریډا ایالت په یوه سپورتي کلب کې د وسله والو برید له امله شپږو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دغه کلب کې یو شمېر ګسان د یوګا تمرین کاوه، چې د یوه وسله وال کس له خوا پرې ډزې شوې دي.

د فلوریډا پولیس وایي، په برید کې دوه مېرمنې وژل شوې او څلور نور کسان ټپیان شوي دي.

پولیسو برید کوونکی ۴۰ کلن سکاټ بیورل معرفي کړی، چې تر ډزو وروسته یې خپل ځان هم ویشتلی او وژلی دی.

تر اوسه د برید انګېزه نه ده معلومه خو پولیس وايي، په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې شنبې په ورځ د پنسلوانیا په ایالت کې د یهودانو په کنیسه باندې په ډزو کې ١١ تنه ووژل شول او شپږ تنه نور ټپیان شول.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي