۰

تخار کې یوې مور له خپلو دوه زامنو سرونه پرې کړي

پنجشنبه ۱۰ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۱۹
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، تخار ولایت کې یوې مور له خپلو دوه ماشومو زامنو سرونه پرې کړې دي.
تخار کې یوې مور له خپلو دوه زامنو سرونه پرې کړي
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، تخار ولایت کې یوې مور له خپلو دوه ماشومو زامنو سرونه پرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه د تخار ولایت په رستاق ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د سیمه ییزه چارواکو په وینا د رستاق ولسوالۍ په مربوطاتو کې د اقبال بي بي په نوم ۴۰ کلنې ښځې د خپلو دوه زامنو چې یو یې ۴ او بل یې ۸ کلن و د چړې په واسطه سرونه له تنه پرې کړي دي.

چارواکو زیاته کړې، چې دغه پېښه د کورني تاوتریخوالي له امله رمنځ ته شوې او په قتل تورنه مور هم د پولیسو له خوا نیول شوې ده.

د تخار د امنیت امر نظام الدین هم د دغه پېښې د رامنځ ته کېدو پخلی کړی او وایي په اړه یې پلټنې روانې دي.

جمهورخبري آژانس:تخار
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي