روسي چارواکو تایید کړې، چې د امنیت سازمان (اف اس بي) مخې ته ځانمرګی برید شوی او درې تنه په کې ټپیان شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه برید پر ځای وخت ۹ بجې د روسیې په آرخانګاسلک ښار کې رامنځ ته شوی دی.
روسي چارواکو ویلي، ۱۷ کلن ځانمرګي بریدګر د امنیت سازمان تر لومړی دروازې ننوتلو وروسته ځان پورې تړلو توکو ته چاودنه ورکړې ده.
د روسي چارواکو په خبره په دې برید کې د اف اس پي درې کارکوونکي ټپیان شوي او د سازمان ودانۍ ته درند زیان اوښتی دی.
د روسیې څېړونکي دا یوه ترهګره پېښه بللې او څارونکو کمرو د برید کوونکي انځورونه خپاره کړي دي.
روسیه وایي، د بریدګر هویت تر اوسه نه دی معلوم شوی، خو په اړه یې جدي پلټنې روانې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل