سیمه ییز چارواکي وايي، لغمان ولایت کې د وسله والو طالبانو له لوري د برېښنا شرکت برمته شوي کارکوونکي خوشي شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د برېښنا شرکت ۱۳ تنه کارکوونکي دوه اوونۍ وړاندې د لغمان په بادپښ ولسوالۍ کې نیول شوي وو.
د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزی وايي، د برېښنا شرکت دغه ۱۳ تنه فني او تخنیکي کارکوونکي بادپښ ولسوالۍ کې د برېښنا د پرې شوي مزي نښلولو ته ورغلي و، خو طالبانو برمته کړل.
نوموړي زیاته کړې، چې دغه کارکوونکي د قومي مشرانو او مخورو په هلو ځلو پرون ماښام (د لړم ۵مه) خوشي شول.
به ورته وخت کې د ننګرهار د والي ویاند هم د دې خبر پخلی کړی او ویلي یې دي، چې هېڅې روانې دي ځايي وسله وال د برېښنا مزو تړلو ته هم اجازه ورکړي.
باید و ویل شي، چې د همدې برېښنايي مزو د شلېدو له امله د تېرو ۲۰ ورځو راهیسې په ننګرهار او لغمان کې برېښنا نشته.
جمهورخبري آژانس:لغمان