۰
عصمت الله ایرګاش اف:

ازبکستان د افغان سولې په تړاو له طالبانو سره په اړیکه کې دی

یکشنبه ۶ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۲۲
د افغانستان له پاره د ازبکستان ځانګړی استازی استازي عصمت الله ایرګاش اف وايي، هېواد یې د افغان سولې په تړاو له طالبانو سره په اړیکه کې دی.
ازبکستان د افغان سولې په تړاو له طالبانو سره په اړیکه کې دی
د افغانستان له پاره د ازبکستان ځانګړی استازی استازي عصمت الله ایرګاش اف وايي، هېواد یې د افغان سولې په تړاو له طالبانو سره په اړیکه کې دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ایرګاش اف دغه څرګندونې د هرات د دوه ورځني امنیتي کنفرانس په پای کې کړې او ډاډ یې څرګند کړی، چې هېواد به یې د افغان سولې په برخه کې همکار پاتې شي.

نوموړي ویلي، چې له ازبکستان د سولې په برخه کې د همکارۍ غوښتنه افغان حکومت کړې وه، او دوی هم په همدې خاطر هڅه کوي، چې په افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسېږي.

له بلې خوا استازي عصمت الله ایرګاش اف ویلي، په افغانستان کې په سوداګرۍ او ترانیزیت کې هم خپلو مرستو او همکاریو ته ادامه ورکوي او هڅه کوي ددې مرستو او همکاریو په برخه کې ډېروالی راولي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي