۰
مشرانو جرګه:

د جنرال رازق د ترور پېښه کې کندهار والي باید محاکمه شي

سی شنبه ۱ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۱۰
مشرانو جرګې د کندهار د امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق په ترور کې د دغه ولایت والي زلمی ویسا پړ وباله او د هغه د محاکمې غوښتنه یې وکړه.
د جنرال رازق د ترور پېښه کې کندهار والي باید محاکمه شي
مشرانو جرګې د کندهار د امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق په ترور کې د دغه ولایت والي زلمی ویسا پړ وباله او د هغه د محاکمې غوښتنه یې وکړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار د نن سه شبنې د لړم اوله د جرګې په عمومي غونډه کې و ویل، چې د جنرال عبدالرازق په ترور کې ګوونګ ټکي شتون لري چې باید روښانه کړای شي.

د هغه په وینا ملي امنیت مسؤولیت لري، چې ولس ته سم او قناعت کوونکي ځوابونه و وايي، که نه پر دولت به د خلکو باور تر دې هم زیانمن شي.

نوموړي په خپلو خبرو کې و ویل که څه هم ولس د پېښو په اړه د حکومت له پلټنو چندان ښې خاطرې نه لري او تر اوسه د هېڅ دوسې سمه څېړنه نه ده شوې، خو د جنرال رازق د وژل کېدو پېښه باید په جدي توګه وڅېړل شي.

په ورته وخت کې د جرګې غړي باز محمد زرمتي و ویل، چې د جنرال رازق د وژل کېدو پېښه د والي د غفلت له امله رامنځ ته شوې او ښاغلی ویسا باید د دې غفلت له امله محاکمه شي.

نوموړي په ټینګار سره و ویل هر څوک او هر څومره کسان چې په دې پېښه کې لاس لري باید په دار وځړول شي.

د جرګې یو بل غړي عبدالله قرلق بیا و ویل د پوښتنې ځای دا ده، چې څرنګه والي یو ۱۷ کلن ځوان د ساتونکي په توګه ټاکي او په ډېره لنډه موده کې دومره باور پرې کوي، چې یوې لویې او مهمې امنیتي غوندې ته یې ورسره بیايي.

دا هغه سوال دی چې د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل هم په یوه لیکنه کې کړی او ویې ویلي یې دي، چې د جنرال رازق د ترور په مساله کې باید کندهار والي ولس ته ځواب و وايي.

قرلق د جنرال رازق او جنرال داود داود د ترور پېښې سره ورته وبللې او ویې ویل، چې د جنرال دواد داود د ترور پر مهال هم زلمی ویسا د تخار والي و.

باید و ویل شي، چې د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق او د کندهار د ملي امنیت رییس جنرال مومن د تېرې پنشنبې د تلې ۲۶ مه د کندهار ولایت مقام کې د بهرنیو ځواکونو له عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر سره تر یوې امنیتي غونډې وروسته د ولایت مقام په انګړ په یوه وسله وال برید کې و وژل شول.

له دغه برید څخه د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال مېلر روغ ووت خو کندهار والي زلمی ویسا او یو بل امریکايي جنرال ټپیان شول.

تر پېښې وروسته ډېری ګنګوسې داسې وې، چې ګڼې جنرال رازق او جنرال مومن د بهرنیو ځواکونو له خوا وژل شوې خو وروسته راپورونو کې و ویل، چې دغه برید د طالبانو د یوه نفوذ کس له خوا چې د والي د ساتونکي دنده یې درلوده تر سره شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي