۰

نورستان او غور کې ۲۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي

سی شنبه ۱ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۲۱
ملي دفاع وزارت وايي، نورستان او غور ولایتونو کې د مخامخ جکړې او هوايي بریدونو په ترڅ کې ۲۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
نورستان او غور کې ۲۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي
ملي دفاع وزارت وايي، نورستان او غور ولایتونو کې د مخامخ جکړې او هوايي بریدونو په ترڅ کې ۲۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن سه شنبې د لړم اوله په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې افغان ځواکونو د نورستان ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې د ځوابیه برید پر مهال ۱۴ وسله وال طالبان وژلي او د هغوی یوه اندازه وسلې او مهمات یې تر لاسه کړي دي.

بل خوا سرچینه زیاتوي، چې د غور ولایت په دولینه ولسوالۍ کې د هوايي برید پر مهال ۶ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي