۰
د اسلامي همکاریو سازمان:

افغانستان کې د ولسي جرګې ټاکنې هیله بښنونکې دي

سی شنبه ۱ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۳۳
د اسلامي همکاریو سازمان په افغانستان کې د ولسي جرګې له ټاکنو هرکلی کړی او دا یې د افغانستان د راتلونکې له پاره هیله بښونکې بللې دي.
افغانستان کې د ولسي جرګې ټاکنې هیله بښنونکې دي
د اسلامي همکاریو سازمان په افغانستان کې د ولسي جرګې له ټاکنو هرکلی کړی او دا یې د افغانستان د راتلونکې له پاره هیله بښونکې بللې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه هرکلی د دې سازمان عمومي منشي  منشي یوسف الاثمین په دغه سازمان کې د افغانستان له دایمي استازي سره کتنه کې شوی دی.

یوسف الاثمین ویلي،په افغانستان کې وروستۍ پارلماني ټاکنې د ښې راتلونکې لپاره هیله بښونکې دي او دوی یې هرکلی کوي.

په دې لیدنه کې په افغانستان کې پر ګڼو روانو مسایلو هم خبرې شوې او افغان استازي د اسلامي همکاریو د سازمان منشي ته د افغان ولسمشر بلنلیک هم سپارلی دی.

ولسمشر له نوموړي غوښتي چې افغانستان ته سفر وکړي او له افغان چارواکو سره له نږدې خبرې وکړي.

باید و ویل شي، د اسلامي همکاریو سازمان څه موده وړاندې د افغانستان په اړه په یوه نړیوال کنفرانس کې په افغانستان کې روانه جګړه ناروا بللې وه او پر ښکېلو خواوو یې غږ کړی و، چې سولې ته غاړه کېږدي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي