باوري سرچینو رسنیو ته ویلي، چې پاکستان د امریکا په غوښته د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر مرستیال او هغې ته نېږدې کس ملا برادر عبدالغني له بنده خوشی کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سرچینې زیاته کړې، وروسته له هغې چې امریکا د افغان سولې له پاره زلمی خلیلزاد د ځانګړي استازي په توګه وټاکه، له پاکستان غوښتي چې ملا برادر خوشی کړي.
د سرچینې په وینا پاکستان هم د امریکا دا غوښتنه منلې او د طالبانو د پخواني مشر مرستیال ملا عبدالغني برادر یې له بنده ازاد کړی دی.
طالبانو تر اوسه په رسمي ډول څخه نه دي ویلي، خو ځینو نظامي سرچینو یې رسنیو ته د ملا برادر د خوشي کېدو پخلی کړی دی، خو امریکا، پاکستان او افغان حکومت هم تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
باید و ویل شي، ملا عبدالغني برادر د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له مهمو کسانو ګڼل کېده چې له اوږدو مودو راهیسې د پاکستان په زندانونو کې بندي وو.
پخواني ولسمشر حامد کرزي په ځلونو له پاکستان د ملا برادر د خوشي کولو غوښتنه کړې وه، خو دغه هېواد نه منله.
ویل کېږي، د ولسمشر غني په واکمنۍ کې هم یو ځل د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني د ملا برادر د خوشي کېدو له پاره پاکستان ته تللی وو.
جمهورخبري آژانس:کابل