۰

د کابل د پروني ځانمرګي برید مرګ ژوبله ۷۵ تنو ته رسېدلې ده

یکشنبه ۲۹ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۲۰
د کورنیو چارو وزارت وايي، کابل کې د رایې اچوونې په یوه مرکز په شوي ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۷۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کابل د پروني ځانمرګي برید مرګ ژوبله ۷۵ تنو ته رسېدلې ده
د کورنیو چارو وزارت وايي، کابل کې د رایې اچوونې په یوه مرکز په شوي ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۷۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پرون یکشنبې د تلې ۲۸ مه د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د ولسي جرګې له پاره ټاکنې پیل شوې، چې د ورځې تر دریو بجو پورې د کومه لویه امنیتي پېښه نه وه رامنځ ته شوې، خو ماښام مهال د پلازمېنې کابل ښار په ۱۷ حوزه کې د خیرخیانې کوتل ته څېرمه د رایې اچونې په یوه مرکز کې ځانمرګی برید وشو.

د کورنیو چارو وزارت وايي، ځانمرګی پلی و، چې په چاودنه کې یې ۱۵ تنه وژل شوي او ۶۰ نور ټپیان شوي دي.

د یاد وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي ویلي، چې په وژل شویو کسانو کې ۸ تنه پولیس وو.

تر اوسه د دغه برید مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

بل خوا د کورنیو چارو وزارت وايي، چې په ځینو نورو ولایتونو کې هم د ټاکنو پر مهال د امنیتي پېښو له امله ۱۷ تنه ملکي وګړي او دغه راز ۱۱ امنیتي سرتېري وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو پر اساس په دې امنیتي پېښو کې ۱۰۲ تنه نور ټپیان شوي هم دي، چې ۸۳ تنه یې ولسي وګړي دي.

دغه مرګ ژوبله پر داسې مهال رامنځ ته کېږي، چې له دې وړاندې امنیتي ارګانونو د ټاکنو د امنیت د خوندیتوب له پاره تر ۷۰ زره پورې امنیتي ځواکونه موظف کړي وو.

باید و ویل شي، چې پرون د کابل په ګډون په ځینو ولایتونو کې د رایې اچوونې مرکزونه د ځینو ستونزو له امله تړل شوي و او یا هم د تخنکي ستونزو له امله تر ډېره نه و پرانستل شوي.

خو له دې سره سره د ټاکنو کمېسیون پرونۍ ټاکنې بریالۍ و بللې او ویې ویل، چې تر اوسه پورې دوی ته رسېدلي معلومات ښي، چې تر ۳ میلیونه زیاتو کسانو رایه اچولې وه.

کمېسیون واي، نن یکشنبې د تلې ۲۹ مه به هم هغه مرکزونه چې پرون تړل شوي و او یا یې هم کار ناوخته پیل کړی و، پرانستي وي او خلک په خپله رایه وکاروي.

په پرونیو ټاکنو کې د مرکزونو په ځنډ پرانستل، په ځینو مرکزونو کې د رای پاڼو کمښت، په ځینو کې د بایومتریک سیستم نه فعالېدل، په ځینو کې د رایه ورکوونکو د نوملړ ورکېدل او ادلون بدلون، امنیتي ګواښونه او په ځینو مرکزونو کې د نوماندانو له خوا درغلي او د رای پاڼو او صندقونو ډکول او پټول هغه ستونزې وې، چې ترې راپورنه ورکړي شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي