۰

زابل کې د ټاکنو بهیر پر ګډوډونکو وسله والو هوایي بریدونه شوي

شنبی ۲۸ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۳۳
سیمه ییز چارواکي وايي، بهرنیو ځواکونو زابل ولایت کې پر هغه وسله والو طالبانو هوايي بریدونه کړي، چې غوښتل یې دغلته د ټاکنو بهیر ګډوډ کړي.
زابل کې د ټاکنو بهیر پر ګډوډونکو وسله والو هوایي بریدونه شوي
سیمه ییز چارواکي وايي، بهرنیو ځواکونو زابل ولایت کې پر هغه وسله والو طالبانو هوايي بریدونه کړي، چې غوښتل یې دغلته د ټاکنو بهیر ګډوډ کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د زابل چارواکو ویلي، وسله والو غوښتل، په شاجوی، شینکۍ، میزانې، نوبهار او شهر صفا ولسوالیو کې د ټاکنو پر محلونو بریدونه وکړي او ټاکنې ګډې وډې کړي.

خو په وینا یې د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو په یادو پنځو واړه ولسوالیو کې پر وسله والو طالبانو هوايي بریدونه کړي او د هغوی دغه پلان یې شنډ کړی دی.

د زابل ولایت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه هوايي بریدونو کې ۱۹ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه راز سرچینه زیاتوي، چې په دې بریدونو کې د وسله والو لس موټر سایکلونه او دوه عرادې موټر هم له منځه وړل شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې په غور، تخار، قندوز او ځينو نورو ولایتونو کې هم د ټاکنو پر یو شمېر مرکزونو بریدونه شوي او مرګ ژوبله یې اړولې ده.

راپورونه وايي، قندوز په ښار د وسله والو له خوا هاوانونه توغول شوي او دغه راز په یوه ټاکنیز مرکز برید شوی، چې له امله یې ۲ تنه وژل شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۸ نور ټپیان شوي دي.

د قندوز د ټاکنو کمېسیون رییس ویلي، چې د طالبانو په یوه برید کې د دوی یو کارکونکی وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.

جمهورخبري آژانس:زابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي