۰
ټاکنو کمېسیون:

سبا به هم ځینې مرکزونه د رایې ورکوونکو پر مخ پرانیستې وي

شنبی ۲۸ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۴۲
د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، هېڅ رایه ورکونکی به له حقه محروم پاتې نه شي او هغه څوک چې نن له رایې ورکولو پاتې کېږي سبا یکشنبې د تلې ۲۹ مه به یې هم د رایې مرکزونه پر مخ خلاص وشي.
سبا به هم ځینې مرکزونه د رایې ورکوونکو پر مخ پرانیستې وي
د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، هېڅ رایه ورکونکی به له حقه محروم پاتې نه شي او هغه څوک چې نن له رایې ورکولو پاتې کېږي سبا یکشنبې د تلې ۲۹ مه به یې هم د رایې مرکزونه پر مخ خلاص وشي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد کمېسیون رییس ګلاجان عبدالبدیع صیاد نن کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال و ویل، چې سهار مهال په ځینو محلونو کې تخنکي او ځینې نورې ستونزې وې، خو دا مهال دغه بهیر ښه پر مخ روان دی او د ستونزو د حل هڅه کېږي.

نوموړي و ویل، هغه مرکزونو او محلونه ته چې ځینې ستونزې په کې وې د کمېسیون سیار ټیمونه لېږل شوي تر څو ستونزې هوارې کړي.

صیاد هغه ستونزې چې په ځینو ځایونو کې مرکزونه تړلي، یا رای پاڼې نه دي ورته رسېدلی، یا حکومت په لوی لاس غواړي دغه بهیر له خنډ سره مخ کړي او یا هم په ځينو محلونو کې بایومتریک کار نه کوي، تر ډېره تبلیغات وبلل او ویې ویل، دا ډول تبلیغات د هغه ډول کسانو کار دی، چې د دښمن په اشاره غواړي د افغانستان روان ټاکنیز بهیر له ستونزو سره مخ او دغه ملي پروسه تر سوال لاندې راولي.

صیاد و ویل، چې نن د شپې تر ۸ بجو پورې به ټول مرکزونه او محلونه د رایې اچوونکو پر مخ خلاص وي او هغه مرکزونه او محلونه چې نن د ځینو ستونزو له امله ناوخته پرانستل شوي او یا هم په ځینو مرکزونو کې رایه ورکوونکي د زیاتې ګڼې ګوڼې له امله د رایې ورکولو څخه پاتې کېږي د کمېسیون د یوه پلان مخې به یې سبا هم پر مخ دغه مرکزونه پرانستي وي.

د سرچینې په خبره یاده پرېکړه یې د رایې اچونې په ځینو مرکزونو کې د تخنیکي ستونزو له امله کړې ده.

باید و ویل شي، چې د ولسي جرګې د رایې اچوونې بهیر نن یکشنبې د تلې ۲۸ مه د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې پیل شو، چې ګڼو خلکو په کې ګډون کړی او تر اوسه کومه لویه ستونزه نه ده په کې رامنځ ته شوې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي