۰

عبدالله د رایې اچونې په ځینو مرکزونو کې د دغه بهیر په ټکني کېدو نیوکه وکړه

شنبی ۲۸ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۰۹
افغان اجرائیه رییس ډاکترعبدالله عبدالله د کابل نادریه لېسه کې د رایې کارولو وروسته په ځینو مرکزونو کې د دغه بهیر په وروسته پیل کېدو نیوکه وکړه.
عبدالله د رایې اچونې په ځینو مرکزونو کې د دغه بهیر په ټکني کېدو نیوکه وکړه
افغان اجرائیه رییس ډاکترعبدالله عبدالله د کابل نادریه لېسه کې د رایې کارولو وروسته په ځینو مرکزونو کې د دغه بهیر په وروسته پیل کېدو نیوکه وکړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي عبدالله زیاته کړه، چې په ځینو ځایونو کې د رایې ورکولو بهیر ټکنی او ورو پیل شوی او د ټاکنو پر کمېسیون یې غږ وکړ، چې خلکو ته چې د ګواښونو په قبلېدو سره د رایې اچوونې مرکزونو ته ورغلي له رایې ورکولو محروم نه کړي.

ښاغلي عبدالله و ویل سره له دې چې د هېواد دښمنان نه غواړي افغانستان یو مشروع نظام ولري، خو پر دې سربېره په ټاکنو کې د خلکو پراه ګډون ښيي، چې خلک له خپلې رایې ګټه اخلي او مشروع نظام غواړي.

نوموړي پارلماني ټاکنې یو لوی ګام او په د افغان ولس په سیاسي ژوند کې یو لویه لاسته راوړنه وبلل او تمه یې وښوده، چې نننۍ ټاکنې، د هېواد د قانون په حاکمیت، امنیت او راتلونکي سیاسي ثبات کې ګټور تمام شي او دغه راز خلک وکولای شي د خپلې خوښې نوماند وټاکي.

عبدالله زیاته کړه، که څه هم د سل په سل امنیت ډاډ څرګندول به مبالغه وي، خو بیا هم امنیتي ځواکونو د ټاکنو د امنیت له پاره خپل ټول توان په کار اچولی او د امنیت له پاره یې تدابیر نیولي دي.

باید و ویل شي، چې د ولسي جرګې ټاکنې نن شنبې د تلې ۲۸ مه د کابل په اماني لېسه کې د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا د رایې کارولو وروسته پیل شو.

تر اوسه د رایې اچونې بهیر ښه روان دی او ګڼو خلکو په کې ګډون کړی، خو د کابل په ګډون له ځینو ولایتونو څه د امنیتي پېښو او دغه راز د ټاکنو بهیر د ټکني کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل



 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي