۰
د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون ولس ته!

رایه ورکړی خو د بشري حقونو ناقضین او د ځمکو غاصبین پارلمان ته مه پرېږدۍ

پنجشنبه ۲۶ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۴۳
د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون پر ولس غږ وکړو چې په ټاکنو کې برخه واخلي، خو ترې ویې غوښتل، هغه کسانو ته رایه ورنکړي، چې د بشري حقونو په ماتونه او د ځمکو په غصب کې لاس لري.
رایه ورکړی خو د بشري حقونو ناقضین او د ځمکو غاصبین پارلمان ته مه پرېږدۍ
د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون پر ولس غږ وکړو چې په ټاکنو کې برخه واخلي، خو ترې ویې غوښتل، هغه کسانو ته رایه ورنکړي، چې د بشري حقونو په ماتونه او د ځمکو په غصب کې لاس لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد کمېسیون مشرې سیما سمر نن پنشنبې د تلې ۲۶ مه کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال له ولس څخه وغوښتل، چې د ټاکنو مرکزونو ته ولاړ شي او خپلې رایې ورکړي، تر چې دیموکراسي تمثیل شي.

خو پر ولس یې غږ وکړ او غوښتنه یې ترې وکړ، هغه کسان دې نه پرېږدي، چې پارلمان ته لار پیدا کړي، چې د دې په وینا پر بشري حقونو یې پښه ایښې او د ځمکو غاصبین دي.

نوموړې و ویل«په خواشنۍ سره د ټاکنو په نوماندانو کې داسې کسان هم شته، چې د بشري حقونو څخه په سرغړونه او د ځمکې په غصب تورن دي، موږ له کمېسیون او حکومت څخه غواړو، چې دغه موضوع جدي وڅېړي.»

آغلې سمر زیاته کړه، چې ولس باید له تېرو ټاکنو څخه پند واخلي او دا ځل د خپلې رایې څخه په سمه او داسې توګه چې خپل ملي دین یې ادا کړی و، ګټه پورته کړي او هغه کسانو ته چې په بشري جرمونو او د ځمکو په غصب تورن دي رایه ورنکړي.

هغې و ویل«مه پرېږدۍ، چې د بشري حقونو ماتونکي او د
هغې و ویل«مه پرېږدۍ، چې د بشري حقونو ماتونکي او د ځمکو غاصبین او مافیا پارلمان ته لار پیدا کړي.»
ځمکو غاصبین او مافیا پارلمان ته لار پیدا کړي.»

د بشري حقونو کمېسیون مشرې د ټاکنو له پاره د نوم لیکنې بهیر ته په اشارې و ویل، چې هغه مهال ګڼ شمېر کسان د امنیتي ستونزو، یو شمېر د پېژندپاڼو د نه درلودلو او دغه راز کابو ۱۳ زره زندانیان د بندي کېدو له امله د دغه ملي پروسې څخه محروم پاتې شوي دي.

نوموړې د امنیت خرابوالی لویه ستونزه وبلله چې په وینا یې هم یې خلک له دغه ملي پروسې څخه محروم کړي او هم یې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

د سمر په خبره د دغه پروسې د پیل راهیسې تر اوسه پورې ۳۰ ترهګرۍ حملې شوې، چې له امله یې د نوماندانو په ګډون ۵۴ تنه وژل شوي او ۱۵۶ نور ټپیان شوي دي.

دغه راز هغې زیاته کړه، چې د پېژندپاڼو د وېش پروسې پر مهال بیا په څو ترهګرو بریدونو کې ۱۰۰ تنه وژل شوي او تر ۱۰۰ زیات ټپیان شوي دي.

نوموړې زیاته کړه، چې د دوی د کمېسیون یوازینې اندېښنه د رایه ورکوونکو او رایه اخیستونکو د امنیت تامین دي، چې حکومت باید ورته جدي پاملرنه وکړي.

آغلې سمر و ویل، چې په افغانستان کې له مېشتو بهرنیو ځواکونو هم غواړي، چې په دې پروسه د امنیت د تامین په خاطر د افغان ځواکونو سره مرسته او همکاري وکړي.

نوموړې زیاته کړه، چې ټاکنې یوه ملي او ولسي پروسه ده له همدې امله د وسله والو مخالفینو څخه هم غواړي، چې د ملي وګړو له وژنو لاس واخلي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي