۰
اکرم خپلواک:

ولسمشر غني له طالبانو سره د مذاکرې له پاره پلاوی ټاکي

پنجشنبه ۲۶ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۰۳
د سولې د عالي شورا د دارلاانشا رییس محمد اکرم خپلواک وايي، ولسمشر غني له طالبانو سره د سولې د مذاکرې له پاره یو پلاوی ټاکي.
ولسمشر غني له طالبانو سره د مذاکرې له پاره پلاوی ټاکي
د سولې د عالي شورا د دارلاانشا رییس محمد اکرم خپلواک وايي، ولسمشر غني له طالبانو سره د سولې د مذاکرې له پاره یو پلاوی ټاکي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي خپلواک زیاته کړې، چې دې همدې له پاره ولسمشر له سیاسیون او ولس سره سلا مشورې کوي.

د هغه په وینا ولسمشر به داسې یو پلاوی وټاکي چې د افغان حکومت سمه استازولي وکولی شي.

د سولې عالي شورا دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې څه موده وړاندې د افغان سولې له پاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له افغان حکومت او وسله والو طالبانو وغوښتل، چې د مذاکراتو له پاره پلاوي وټاکي.

خلیلزاد د افغانستان د سولې په خاطر لس ورځنی سفیر پیل کړی و، چې په ترڅ کې یې کابل، اسلام آباد، ریاض او دوحې ته سفرونه درلودل.

نوموړي په دغه سفرونو کې له افغان، پاکستاني، سعودي او قطري چارواکو او دغه راز په قطر کې د طالبانو د استازو سره پر سوله او د جګړې پر پای ته رسولو خبرې وکړې.

جمهورخبري آژانس:کابل


 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي