ټاکل شوې روسیه او پاکستان ګډ پوځي تمرینات پیل کړي، چې تر راتلونکو دوه اوونیو پورې به دوام ولري.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د روسیې دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه تمرینات به د راتلونکې یکشنبې د تلې ۲۹ مه نېټه پیل شي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې تمریناتو کې به د دواړو هېوادنو دوه سوه عسکر برخه واخلي او دوه اونۍ به دوام وکړي.
دې پوځي تمریناتو ته د دوستۍ تمریناتو نوم ورکړل شوی دی او په کې به د روسیې ٧٠ عسکر برخه ولري.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد تمرینات پیښور ښار ته نږدی د چراټ سیمه کې ترسره کېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل