ننګرهار کې یو شمېر وسله وال او یو موټر بم له منځه وړل شوي دي

25 میزان 1397 ساعت 13:45

سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د وسله والو طالبانو له خوا چمتو شوی موټر بم او دغه راز یو شمېر وسله وال طالبان له منځه وړل شوي دي.


سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د وسله والو طالبانو له خوا چمتو شوی موټر بم او دغه راز یو شمېر وسله وال طالبان له منځه وړل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره نن چهارشنبې د تلې ۲۵ مه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ملي امنت ځانګړي ځواکونه تېره شپه د ننګرهار د شېرزادو ولسوالۍ د مرکخیلو سیمې ته د عملیاتو په موخه تللي وو.

خبرپاڼه وايي، د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو موخه په یاده ولسوالۍ کې د مهمو طالب قوماندانانو، احسان الله چې مشهور په ساجد دی، عمر تنګیوال او عبدالرزاق چې مشهور په خالد نیول وو.

سرچینه زیاتوي، چې د عملیاتو پر مهال دغه وسله وال له سیمې په تېښته بریالي شوي خو ګڼ شمېر نور ملګري یې وژل شوي، چې په خبرپاڼه کې یې کره شمېره نه ده ښودل شوې.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې عملیاتو کې د وسله والو له خوا یو چمتو شوی موټر بم هم له منځه وړل شوی دی.

د ننګرهار چارواکي وايي، په عملیاتو کې ولسي وګړو او امنیتي سرتېرو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.
طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 


د مطلب کود: 109331

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/109331/

جمهور
  https://www.jomhornews.com