د افغانستان له پاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیرکابلوف وايي، افغانستان کې امریکا شتون راتلونکې کې هم د دغه هېواد له ثبات سره مرسته نشي کولی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کابلوف زیاته کړې، چې په افغانستان کې د امریکا حضور نه یوازې دغه هېواد بلکې ټوله سیمه ناارامه کړې ده.
د هغه په وینا دا سمه ده، چې د امریکايي ځواکونو حضور د افغانستان نظام له ړنګېدو ژغوري، خو د دې هېواد په ثبات او امنیت کې یې هېڅ مثبت اغېز نه درلود او نه به یې په راتلونکي کې ولري.
کابلوف دغه راز د امریکا او افغانستان امنیتي تړون ته په اشارې ویلي، چې دې تړون هم د افغانستان له پاره ګټه نه ده لرلې، ځکه امنیتي تر پخوا خراب شوی، جګړې زیاتې شوې او نوې ترهګرې ډلې رامنځ ته شوې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل