۰

د سمنګانو د امنیت امر او یو شمېر سرتېري وژل شوي دي

سی شنبه ۲۴ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۰۸
له سمنګانو ولایت څخه د افغان پوځیانو، پولیسو او وسله والو طالبانو د درنې مرګ ژوبلې په اړه راپورونه ورکړل شوي دي.
د سمنګانو د امنیت امر او یو شمېر سرتېري وژل شوي دي
له سمنګانو ولایت څخه د افغان پوځیانو، پولیسو او وسله والو طالبانو د درنې مرګ ژوبلې په اړه راپورونه ورکړل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سیمه ییز چارواکي وايي، له طالبانو سره په مخامخ جګړه کې د سمنګانونو د امنیه قوماندانۍ د امنیت د آمر تر څنګ ۲۰ سرتېري وژل شوي دي ولې د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.

ځینو سیمه ییزه سرچینو بیا زیاته کړې، چې په دغه جګړه کې ۳۰ افغان پوځیان وژل شوي، خو چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د سمنګان والي عبدالرطیف ابراهیمي ویلي د دې ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر او ۲۰ تنه ملګري یې چې د کوزې دره صوف د امنیت د ټینګولو په مقصد دې ولسوالۍ ته تللي وو، وژل شوي دي.

خو د کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د سمنګان د امنیه قوماندانۍ د امنیت آمر سمونوال خواني طاهري تر څنګ د پنځو نورو پولیسو د وژل کېدو او دریو تنو د ټپي کېدو پخلی کړی دی.

کورنیو چارو وزارت هم ویلي، چې سمونوال طاهري له خپلو سرتېرو سره یو ځای د دره صوف پائین ولسوالۍ زیرکي سیمې ته د عملیاتو له پاره تللي وو چې له وسله والو سره پر مخامخ جګړه کېوتي.

دغه وزارت زیاته کړې، چې په دې مخامخ جګړه کې ۳۰ تنو وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:سمنګان
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي