۰
ملګري ملتونه:

زموږ هېڅ څارونکی به د ټاکنو په ورځ په نظارت کې برخه و نه لري

سی شنبه ۲۴ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۴۰
د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی تدامیچي یاماموتو وايي، د افغانستان د ولسي جرګې د ټاکنو په ورځ به د ملګرو ملتونو هېڅ څارنونکي د رایې ورکولو په مرکزونو کې ټاکنو د څار او لیدنې ماموریت ونه لري.
زموږ هېڅ څارونکی به د ټاکنو په ورځ په نظارت کې برخه و نه لري
د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی تدامیچي یاماموتو وايي، د افغانستان د ولسي جرګې د ټاکنو په ورځ به د ملګرو ملتونو هېڅ څارنونکي د رایې ورکولو په مرکزونو کې ټاکنو د څار او لیدنې ماموریت ونه لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي یاماموتو چې پرون دوشنبې د تلې ۲۳ مه یې کابل کې د ټاکنو له داخلي څارونکو سره ناسته درلوده، په ټاکنو کې د داخلي څارونکو رول د درغلیو په مخنیوي کې مهم وباله.

نوموړي و ویل، چې د ټاکنو په ورځ له ۵۰۰۰ زره زیات رایې ورکولو په مرکزونو کې د افغان بې طرفه څاروونکو او دغه راز د نوماندانو د استازو څار په ټاکنو کې د درغلیو د مخنیوي له پاره خورا مهم او اړین دی.

د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ټنیګار وکړ، چې ټول څارونکي او استازي باید د رایې ورکولو او د رایو شمېرلو پروې په اړه لازمې زده کړې ولري او کله چې د رایې ورکولو مرکزونو ته ورځي نو باید ټول قوانین او مقررات په جدي توګه مراعت کړي.

د هغه په وینا ټول افغان څارونکي د ټاکنو پروسې ساتونکي او دغه راز ټول نوماندان د درغلیو د مخنیوي اصلي مسوولین دي تر څو خپل پلویان پوه کړي، چې د دوی له نوم سره درغلي غوټه نه شي.

ښاغلي یاماموتو و ویل، چې د داخلي څارونکو مهم رول ښيي، چې دا ټاکنیزه پروسه د افغانانو تر مالکیت لاندې ده او افغانان به د وروستیو پایلو عملي کوونکي وي.

نوموړي ټنګار وکړ، چې د افغانستان د ۲۰۱۸ میلادي کال په پارلماني ټاکنو به د ملګرو ملتونو هېڅ څارونکی د رایې ورکولو په مرکزونو کې په دنده ونه ګمارل شي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي