۰

د غزني اندړو کې د هوايي برید پر مهال ۱۳ وسله وال وژل شوي

دوشنبه ۲۳ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۲۲
په سویل ختیځ زون کې د افغان پوځ چارواکي وایي، غزني ولایت کې د بهرنیو ځواکونو په یوه هوايي برید کې ۱۳ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د غزني اندړو کې د هوايي برید پر مهال ۱۳ وسله وال وژل شوي
په سویل ختیځ زون کې د افغان پوځ چارواکي وایي، غزني ولایت کې د بهرنیو ځواکونو په یوه هوايي برید کې ۱۳ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د جمهور آژنس د خبر له مخې په دغه زون کې د ۲۰۳ تندر قول اردو نن دوشنبې د تلې ۲۳ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې بهرنیو ځواکونو دغه تازه هوايي بریدونه د غزني په اندړو ولسوالۍ کې پر طالبانو کړي دي.

سرچینه زیاتوي، چې د بهرنیو ځواکونو د یادې ولسوالۍ په یوه اړونده سیمه کې د وسله والو طالبانو یو مازدا او یو هاموي موټر په نښه کړي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغه هوايي برید کې ۱۳ وسله وال طالبان وژل شوي دي، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ او امنیه قوماندانۍ ودانۍ تېره شپه وسله والو طالبانو سوځولې دي.

طالبان وايي، دغه ولسوالي یې نیولې، خو د غزني امنیتي چارواکي وايي، دوی د طالبانو له بریده وړاندې ولسوالي په دې خاطر تشه کړې او د چهاردېوالې سیمې ته یې لېږدولې، چې جګړه کې ملکیانو ته مرګ ژوبله ونه رسېږي.

جمهورخبري آژانس:غزني
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي