۰

کورنیو چارو وزارت پکتیکا کې د ۳۰ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړ

دوشنبه ۲۳ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۵۶
د کورنیو چارو وزارت وايي، د پکتیکا ولایت په خوشامند ولسوالۍ کې د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
کورنیو چارو وزارت پکتیکا کې د ۳۰ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړ
د کورنیو چارو وزارت وايي، د پکتیکا ولایت په خوشامند ولسوالۍ کې د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن دوشنبې د تلې ۲۳ مه په یوه خپره کړې خبرپانه کې ویليو چې د کورنیو چارو وزارت ځانګړو پولیسو پرون د پکتیکا په خوشامند ولسوالۍ کې عملیات تر سره کړل.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه عملیاتو کې ۳۰ وسله وال طالبان وژل شوي، څلور میله راکټ، ۷ میله کلاشنکوفونه او یوه اندازه نور مهمات د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د عملیاتو پر مهال د وسله والو دوه عرادې موټر هم له منځه تللي او ۱۱ کړۍ ماینونه کشف شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي