د کورنیو چارو وزارت پلازمېنه کابل کې د ترهګرو بریدونو د دوه تنو طراحانو د نیولو خبر ورکړی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن دوشنبې د تلې ۲۳ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ترهګرو بریدونو دغه طراحان پرون د کابل ښار د څرخي پله په سیمه کې نیول شوي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د پولیسو ځانګړو ځواکونو او ملي امنیت منسوبینو د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې دوه کسان چې په کابل ښار کې یې د بریدونو تر سره کولو پلاونه جوړل نیولي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې له دغه کسانو څخه دوه میله کلاشنکوفونه، ۶ د هاوان سرګوللې، یوه اندازه مهمات او چاوېدونکي توکي هم نیول شوي دي.
کورنیو چارو وزارت د نیول شویو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویلي او نه یې هم نور جزیات ورکړي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل