۰

پر ډېورنډ کرښه د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښته شوې

دوشنبه ۲۳ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۰۴
د کندهار سپین بولدک او شورابک ولسوالیو تر منځ ډېورنډ کرښې ته څېرمه د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښته شوې ده.
پر ډېورنډ کرښه د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښته شوې
د کندهار سپین بولدک او شورابک ولسوالیو تر منځ ډېورنډ کرښې ته څېرمه د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښته شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه نښته پرون یکشنبې د تلې ۲۲ مه هغه مهال رامنځ ته شو، چې پاکستاني ځواکونو پر دغه فرضي کرښه د اغزن سیم غځولو کار پیل کړ.

د پاکستاني ځواکونو دغه ګام د افغان پوله ساتو ځواکونو له سخت غبرګون سره مخ شو، چې په ترڅ کې یې د څو ساعتونو له پاره جګړه وشوه.

په جګړه کې د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي، خو کندهار کې د پوځ چارواکي وايي، افغان لوري ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی او سیمې ته نور اضافي ځواکونه هم لېږل شوي دي.

تر دغه نښتې وروسته پاکستاني ځواکونو هڅه کړې، چې دغلته مېشتو امنیتي ځواکونو سره پر یاده موضوع خبرې وکړي، خو افغان امنیتي چارواکو ورته ویلي، چې په هېڅ ډول د غزن سیم غځول ورته د منلو نه دي.

د کندهار امنیه قوماندان جنرال رازق ویلي، پاکستان ته به په هېڅ ډول اجازه ورنکړي، چې پر دغه فرضي کرښه اغزن تار وغځوي.

د کندهار د سرحدي ځواکونو د درېیمې لوا وايي نښته د سرو څاهانو په سمیه کې رامنځ ته شوې وه او اوس څه باندې ۲۰۰ نور افغان پوځیان په سیمه کې ځای پر ځای شوي دي.

د افغانستان دفاع وزارت هم په یاده سیمه کې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ د نښتې تر څنګ وايي، هېچا ته به د خپلې خاورې د یوې لوېشتې ځمکې د لاندې کولو اجازه ورنکړي.

باید و ویل شي، چې دا له تېرو څو ورځو راهیسې دوهم ځل دی، چې پاکستاني ځواکونه هڅه کوي، کندهار کې پر ډېورنډ فرضي کرښه اغزن سیم وغځوي، خو هر ځل د افغان ځواکونو له سخت غبرګون سره مخ شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي