سیمه ییز چارواکي وايي، فراه ولایت کې د افغان پوځ پر پوستو د طالبانو په برید کې یو شمېر پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالبانو تېره شپه (د تلې ۲۱ مه) د فراه ولایت پشت رود ولسوالۍ د دوکین په سیمه کې د افغان پوځ پر دوه پوستو بریدونه کړي دي.
د فراه د ولایتي شورا رییس فرید بختور ویلي، په دغه برید کې د پوځ لس سرتېري وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د برید پر مهال ۱۱ نور سرتېري لا درکه شوي هم دي.
خو د ۲۰۷ ظفر قول اردو ویاند نجیب الله نجیبي بیا وایي، په دغه جګړه کې د پوځ څلور سرتېري وژل شوي، پنځه ټپیان او درې لا درکه شوي دي.
طالبانو هم پر یادو پوستو د برید پخلی کړی او ادعا یې کړې، چې ۲۵ سرتېءي یېوژلي او ۱۲ ټپي سرتېري یې له ځان سره وړي دي.
جمهورخبري آژانس:فراه