په چین کې د هند سفارت اعلان کړی، چې هند او چین د افغان دیپلوماتانو د روزنې ګډ پروګرام پیل کړ.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټایمز اف انډیا ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د افغان دیپلوماتانو د ګډ پروګرام د پیل کېدو اعلان پرون شنبې د اکتوبر ۱۳ مه چین کې د هند د سفارت له خوا وشو.
ورځپانې زیاته کړې، چې پر دې پروګرام په تیر اپریل کې د چین او هند مشرانو ترمنځ هوکړه شوې وه، خو پرون په چین کې د هند سفارت اعلان وکړ چې د افغان ډيپلوماټانو د روزنې ګډ پروګرام پيل شو.
سرچینه لیکي، چې د دغه پروګرام له مخې به په لومړي پړاو کې لس افغان دیپلوماتان په هند کې وروزل شي.
په ورته وخت کې ټایمز اف انډیا لیکي د دې ګډ پروګرام په پیل سره ښايي پاکستان ناراضه شي، ځکه ځکه چین د پاکستان نږدي متحده بلل کېږي.
ورځپاڼه وايي، دا چې چین د افغانستان په مساله کې له هند سره همغاړی کیږي نو دا ښايي د پاکستان لپاره ښه خبر نه وي.
جمهورخبري آژانس:کابل