۰

تخار کې پر یوه ټاکنیزه غونده کې چاودنې ۴۹ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

شنبی ۲۱ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۲۰
سیمه ییز چارواکي وايي، تخار ولایت کې ولسي جرګې ته د یوې نوماندې په ټاکنیزه غونډه کې چاودنه شوې، چې له امله یې لږ تر لږه ۴۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
تخار کې پر یوه ټاکنیزه غونده کې چاودنې ۴۹ تنو ته مرګ ژوبله واړوله
سیمه ییز چارواکي وايي، تخار ولایت کې ولسي جرګې ته د یوې نوماندې په ټاکنیزه غونډه کې چاودنه شوې، چې له امله یې لږ تر لږه ۴۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن شنبې د تلې ۲۱ مه د تخار په رستاق ولسوالۍ کې له دغه ولایته ولسي جرګې ته د نوماندې نظیفې یوسفي بیک په ټاکنیزه غونده کې شوې ده.

د تخار د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر نظام الدین غوري ویلي، چاودېدونکي توکي په یوه موتر سایکل کې ځای پر شوي وو، چې د چاودنې له امله یې کابو ۴۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې په دغه چاودنه کې ۱۲ تنه وژل شوي او ۳۲ نور ټپیان شوي، چې په مړو او تپیانو کې درې تنه امنیتي سرتېري هم شامل دي.

په ورته وخت کې د رستاق مرستیال ولسوال جمعه خان رفعت هم ویلي، چې په دغه چاودنه کې ۱۲ تنه وژل شوي او تر ۳۲ زیات ټپیان شوي دي.

خو د تخار د امنیه قوماندانۍ ویاند خلیل اسیر وايي، په دغه چاودنه کې ۱۴ تنه وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان شوي دي.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار او دغه راز د ننګرهار په کامې ولسوالیو کې هم ورته چاودنې شوې وې، چې لسګونه کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې وه.

د لښکرګاه ښار په چاودنه کې ولسي جرګې ته نوماند صالح محمد اڅکزی هم وژل شوی و، خو د رستاق په ټاکنیزه غونده کې د چاودنې پر مهال خپله نومانده نظیفې یوسفي بیک هلته شتون نه درلود.

جمهورخبري آژانس:تخار
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي