۰
د تاجکستان لومړی وزیر:

د سیمې امنیت د افغانستان په امنیت کې نغښتی

شنبی ۲۱ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۰۰
د تاجیکستان لومړی وزیر قاهر رسول زاده وايي، د سیمې امنیت افغانستان کې په ثبات او امنیت پورې تړلی او تر څو چې افغانستان کې امن نه وي، سیمه کې امنیت نه شي راتلای.
د سیمې امنیت د افغانستان په امنیت کې نغښتی
د تاجیکستان لومړی وزیر قاهر رسول زاده وايي، د سیمې امنیت افغانستان کې په ثبات او امنیت پورې تړلی او تر څو چې افغانستان کې امن نه وي، سیمه کې امنیت نه شي راتلای.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي رسول زاده دغه څرګندونې پرون جمعه د تلې ۲۰ مه د تاجیکستان پلازمېنه دوشنبې کې د شانګهاری د همکاریو سازمان غونډې ته د وینا پر مهال کړې دي.

نوموړي ټینګار کړی، چې د سیمې امنیت د افغانستان په امنیت پورې تړلی او تاجیکستان په افغانستان کې د سولې او ثبات غوښتونکی دی.

د تاجیکستان لومړي وزیر دا هم زیاته کړې، چې په افغانستان کې روان وضعیت ورځ تر بلې مخ په خرابېدو دی او په دې برخه کې د نړیوالو هڅو د پام وړ اغېزه نه ده کړې.

په دغه غونده کې د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله هم د وینا پر مهال د سیمې هېوادونه له ترهګرۍ سره ګډې جدي مبارزې ته رابللي دي.

نوموړي ویلي، تر څو چې د سیمې هېوادونه د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان تر څنګ په جدي او ریښتینې توګه ونه درېږي او په سیمه کې د ترهګرو مرکزونو او د هغوی د ملاتړو په وړاندې جدي ګامونه پورته نه کړي، افغانستان او سیمې ته امنیت نه شي راتلای.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي