۰
د بلاروس لومړی وزیر:

افغانستان کې د بنسټیزه پروژو په رغونه کې همکارۍ ته چمتو یو

شنبی ۲۱ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۵۲
د بلاروس لومړي وزیر د افغان حکومت له اجرائیه رییس سره لیدنه کې ویلي، هېواد یې افغانستان کې د بنسټیزه پروژو په رغوونه کې همکارۍ ته چمتو دی.
افغانستان کې د بنسټیزه پروژو په رغونه کې همکارۍ ته چمتو یو
د بلاروس لومړي وزیر د افغان حکومت له اجرائیه رییس سره لیدنه کې ویلي، هېواد یې افغانستان کې د بنسټیزه پروژو په رغوونه کې همکارۍ ته چمتو دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بېلاروس لومړي وزیر سرګي روماس د شانګهای غونډې په څنډه کې له ښاغلي عبدالله سره خبرو کې دا هم ویلي، چې هېواد به یې په افغانستان کې د ثقیله ماشینرۍ د ایجاد په برخه کې همکاري وکړي.

نوموړي زیاته کړې، دوی لېوالتیا لري چې له افغانستان سره یې اقتصادي او سوداګریزې همکارۍ پراخې شي او په دې برخه کې مثبت بدلونونه رامنځ ته شي.

د افغان حکومت اجرایه رییس ویلي، چې د ملي یووالي حکومت به د اقتصاد وزیر په مشرۍ د بیلاروس-افغانستان د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره یو ټیم وګوماري او دغه ټيم به د فرصتونو او پانګونې لپاره پر طرحو کار کوي.

په ورته وخت کې بیلاروسي لومړي وزیر هم ویلي، چې دوی به هم همداسې یوه ټیم ته د اړیکو د پراخولو او اړینو فرصتونو د رامنځ ته کولو دنده وسپاري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي